Asset 1SWN

سلام وطندار

ابراهیم ذوالفقاري: د امریکا پر پوځي بېړیو مو بریدونه کړي

ابراهیم ذوالفقاري

د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، د امریکا پوځ د اوربند په نقض سره ایراني بېړۍ او ملکي سیمې په نښه کړي.

هغه ویلي، د ایران وسله‌والو ځواکونو یي هم په غبرګون کې د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې د امریکا پر پوځي بېړیو بریدونه کړي او هغو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.

ورته وخت کې د ایرانسپاه‌پاسداران سمندري ځواک ویلي، د امریکا پوځ له‌خوا د اوربند د نقض او تېري په تعقیب، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یو پراخ ګډ عملیات ترسره شول چې له امله یې امریکا ته د پام وړ زیانونه واوښتل.

د یاد ځواک په وینا، درې امریکايي جنګي بېړۍ چې د هرمز تنګي په محدوده کې داخلې شوې وې، له برید وروسته په بېړه له سیمې وتلي دي.

دې سره، د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا سنټکام ویلي، «یو‌اېس‌اېس تراکستون»، «یو‌اېس‌اېس میسون» او «یو‌اېس‌اېس رافایل پرالتا» په نوم بېړۍ د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار سوېل کې د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو او وړو کښتیو په وسیله په نښه شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام