Asset 1SWN

سلام وطندار

له چین سره د هوکړه‌لیکونو لاسلیک؛ د صادراتو پراختیا لپاره هڅې

ecd093b5-7641-4f46-92ce-3871676a98c2

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، چین ته د وروستي سفر پرمهال یې ۳ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي چې موخه یې د سوداګرۍ اسانتیا، د صادراتو زیاتوالی او د بدیلو لارو موندل دي.

د دغې خونې د بورډ غړي عبدالاحد صدیقي وویل، دغه تفاهم‌لیکونه د دریو کلونو لپاره دي او کولی شي د افغانستان محصولاتو ته نوي بازارونه پرانیزي.

همدارنګه، د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي محمد یوسف یوسفي ټینګار وکړ چې هڅه کوي د صادراتو لپاره بدیلې لارې پیدا کړي، څو سوداګر له ستونزو خلاص شي.

اخوا، کندهار کې سوداګر له دې اقدام هرکلی کوي او دا د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام بولي.

سوداګر مسعود راحت وویل، که له چین سره سوداګریزې اړیکې پراخې او دوامداره شي، نو په اسانۍ سره به خپل محصولات نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

تر دې وړاندې، د افغانستان ډېری صادراتي توکي د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادونو ته لېږدول کېدل، خو د لارو له بندېدو وروسته اوس دغه صادرات د ترکمنستان د تورغونډۍ بندر او د اوزبیکستان د ترمذ له لارې ترسره کېږي.

د افغانستان سوداګریز سکتور کلونو راهیسې له ترانزیټي ستونزو سره مخ دی چې تر ټولو لویه برخه یې د پاکستان له لارې د صادراتو محدودیتونه دي.

د دې ستونزو له امله، افغان سوداګر اړ شوي چې بدیلې لارې ولټوي. چین ته وروستی سفر او د درې کلنو تفاهم‌لیکونو لاسلیک د همدې هڅو یوه برخه ده، چې تمه کېږي د افغانستان صادراتو ته نوي فرصتونه برابر کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام