دې وروستیو کلونو کې په کور دننه بېځایه کېدل، د یوې مهمې ټولنیزې او اقتصادي مسلې په توګه مطرح کیږي.
ناامني، وچکالي، اساسي خدماتو ته محدود لاسرسی او د کاري فرصتونو نشتوالی د دې بهیر په رامنځته کېدو کې مهم رول لري.
په دې لړ کې ګڼې کورنۍ د ښه ژوند لرلو لپاره له ولسوالیو ښارونو ته کډه شوي، هغه بهیر چې هم یې د دغو خلکو پر ژوند او هم یې د مېشتو سیمو پر ټولنیز او اقتصادي جوړښت اغېز کړی.
له دایکندي څخه ۱۸ کلنه نازدانه احساني چې اوس په کابل کې ژوند کوي، وایي چې د ښو زدهکړیزو فرصتونو د ترلاسه کولو لپاره یې له خپل ټاټوبي کډه کړې.
هغه په خپل ولایت کې د ښوونې وضعیت او عامه خدماتو ته لاسرسی ستونزمن بولي او وایي:
«زموږ د ښوونځي لار ۶ ساعته وه او موږ به د زدهکړو لپاره دا اوږده او سخت مزل کاوه. هدف مو دا وو چې کابل ته راشو څو په یو ښه چاپېریال کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو او لا ډېرو امکاناتو ته لاسرسی ولرو.»
نازدانه احساني زیاتوي چې که څه هم په کابل کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو په نسبي ډول یې کچه تر پخوا کمه شوې.
میرویس فضلي چې په اصل کې د بادغیس اوسېدونکی دی، دامهال په هرات کې ژوند کوي.
هغه د خپل کور کلي پرېښودو لامل د کار نشتوالي او وچکالي بولي.
«بادغیس کې کاروبار نه وو، وچکالۍ د ژوند شرایط ډېر سخت کړي وو. همدې مسایلو اړ کړم چې هرات ته راشم. زه دلته په یوه رستورانت کې کار کوم او مېرمن مې خیاطي کوي، خو سره له دې هڅو، د ژوند شرایط ښه شوي نه دي او هرات لوړ لګښتونه لري.»
د میرویس فضلي په وینا، که څه هم عاید یې لا هم محدود دی، خو کډوالۍ ورته د نوو کاري فرصتونو زمینه برابره کړې.
د ځینو وګړو تجربه ښيي چې په کور دننه بېځایه کېډل کولی شي د نوو فرصتونو دروازې هم پرانیزي.
د کندوز اوسېدونکی ۲۲ کلن عبدالکریم چې اوس په بدخشان کې ژوند کوي، له بېځایه کېدو وروسته توانېدلی چې د موبایل وسایلو یو کوچنی دوکان جوړ کړي او خپل ژوند ته یو څه ثبات ورکړي.
«بدخشان ته له راتګ وروسته وتوانېدو چې یو کوچنی دوکان جوړ کړو او اوس له همدې لارې عاید ترلاسه کوو.»
همدارنګه، له بغلان څخه ۲۸ کلن مصدق چې کور یې د سېلابونو له امله ویجاړ شوی او بدخشان ته کډه کولو ته اړ شوی، د خپلو لومړیو ورځو سختې تجربې داسې بیانوي:
«کله چې سېلاب زموږ کور یووړ او بدخشان ته راغلو، نو نهمو کور درلود او نه مو څوک پېژندل چې کار راکړي.»
مصدق زیاتوي چې د وخت په تېرېدو سره یې کار لږ پرمختګ کړی او توانېدلی چې په بدخشان کې ځان ته نسبي آرام ژوند برابر کړي.
د اقتصاد او د چاپېریال برخې متخصصانو په وینا، په کوردننه بېځایه کېدل یوازې د خلکو ځای بدلول نهدي، بلکې څو اړخیزه مسله ده چې ټولنیز، اقتصادي او چاپېریالي پایلې لري.
د چاپېریال برخې متخصص سید عبدالباسط رحماني وایي: «د افغانستان بېلابېل ولایتونه د اقلیمي کډوالۍ له اغېزو ډېر اغېزمن شوي او د کندهار، نیمروز، هلمند، د هرات او بادغیس په ځینو برخو کې د ټولنیز جوړښت بڼه بدله شوې او جدي بدلونونه رامنځته شوي.»
هغه ټینګار کوي چې دا بهیر هم پر بېځایه کېدونکو او هم پر ټولنو فشار واردوي او څو اړخیزو او اوږدمهاله پلان جوړونې اړتیا لري.
د اقتصادي چارو کارپوهه آمنه هاشمي وایي، داخلي کډوالي هممهاله که له یوې خوا د کورنیو د معیشت په ښه کېدو کې مرسته کوي، له بلې خوا، په مقصد ښارونو ـ په ځانګړي ډول کابل ـ کې پر کورنیو فشار زیاتوي او د کرایو لوړېدو سبب ګرځي.
«داخلي کډوالي چې په ولایتونو کې ترسره کېږي، له یوې خوا د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مرسته کوي او له بلې خوا په ځینو مواردو کې د ستونزو د لېږد سبب هم ګرځي. په ډېرو ولایتونو کې د ناامنۍ یا د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله خلک هغو ولایتونو ته ځي چې هلته د کار او روزګار زمینه زیاته وي.»
د مېرمنې هاشمي په وینا، په کوردننه د بېځایه کېدو پایلې د ټولو لپاره یو ډول نهدي او د مبدا او مقصد سیمو د شرایطو له مخې کولی شي هم فرصتونه رامنځته کړي او هم ننګونې زیاتې کړي.
په کوردننه بېځایه کېدو، د کورنیو او ټولنو لپاره د فرصتونو او ننګونو رامنځ ته کولو ترڅنګ، د ښارونو د پراخېدو کچه هم لوړه کړې ده.