ایراني چارواکو اعلان کړی چې درې کسان یې د اسراییلو د استخباراتي ادارې (موساد) سره د همکارۍ او د تاوتریخوالي د هڅونې په تور اعدام کړي دي.
د نیمه رسمي فارس خبري اژانس د راپور له مخې، اعدام شوي کسان مهدي رسولي، محمدرضا میري او ابراهیم دولتابادي پېژندل شوي دي.
راپور وایي چې رسولي او میري د موساد اړوند عناصر بلل شوي، په داسې حال کې چې دولتابادي د مشهد ښار د تبـرسي سیمې د ګډوډیو له مشرتابه سره تړل شوی و.
د راپور پربنسټ، رسولي او میري د یوه امنیتي سرتېري، حمیدرضا یوسفينژاد، په وژنه کې مستقیم لاس درلود.
پر دوی نور تورونه هم لګول شوي، لکه د عامه شتمنیو ویجاړول او لوټول، د ملي امنیت پر ضد د جرمونو لپاره همغږي، د مولوتوف کوکتلونو کارول او د کور جوړو وسلو لکه تورو جوړول او لېږدول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، دولتابادي تورن شوی چې د ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ پورې کسان یې چې په ماچتو سمبال وو، راټول کړي او د تاوتریخوالي صحنې ته یې بیولي دي.
ایراني چارواکي وایي چې دغو نښتو د څو امنیتي ځواکونو د وژلکېدو او د عامه او شخصي شتمنیو د زیان لامل شوي چې پهکې یو بانک او د بسیج ځواکونو اړوند پوځي مرکز هم شامل دي.
یادې پېښې د تېرې جنورۍ میاشتې د حکومت ضد اعتراضونو پرمهال د مشهد ښار په شمال ختیځ کې رامنځته شوې وې.