ایران په دغه هېواد کې یو کس چې د سني وسلهوالې ډلې «جهشالعدل» غړیتوب او پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په تور محکوم شوی و، اعدام کړی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه کس عامر رامش نومېده. چارواکو ویلي چې هغه د ایران په سوېل ختیځه سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پرمهال نیول شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، نوموړی د «وسلهوال بغاوت» په تور تورن و چې پهکې د پوځي پرسونل پر ضد په بمي چاودنو او کمیني بریدونو کې ښکېلتیا هم شامله وه.
چارواکو زیاته کړې چې دا ګام د هغو کسانو پر وړاندې د سخت دریځ ښکارندویي کوي چې د دولت پر ضد وسلهوال فعالیتونه کوي.