Asset 1SWN

سلام وطندار

اسراییل: ایران به د «ډبرې دورې ته» وروګرځوو

42835bc0-3660-11ef-a044-9d4367d5b599.jpg

د منځني ختیځ روان کړکېچ یو ځل بیا تود شوی او د سیمې د امنیت ترڅنګ یې نړیوال اقتصاد هم تر فشار لاندې راوستی دی.

په همدې لړ کې، د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز «Israel Katz » ایران ته په سختو ټکو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که جګړه پراخه شي، کولی شي ایران «د ډبرې دورې ته» وروګرځوي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او د پوځي نښتو د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. سیاسي شنونکي خبرداری ورکوي چې هر ډول پراخ پوځي اقدام به د سیمې ثبات ته جدي ګواښ پېښ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل لور ته، د کړکېچ اقتصادي اغېزې هم په څرګند ډول محسوسېږي. د هرمز تنګي د احتمالي تړل‌کېدو له امله د نفتو نړیوالې بیې لوړې شوې دي. دا تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د تېلو لویه برخه ترې لېږدول کېږي.

د انرژۍ د بیو لوړوالي د هوايي چلند پر صنعت هم مستقیم اغېز کړی دی. د «International Airlines Group  په ګډون ځینو لویو هوايي شرکتونو اعلان کړی چې د جېټ‌تېلو د لګښتونو د زیاتوالي له امله به د الوتنو د ټکټونو بیې لوړې شي.

اقتصادي کارپوهان وایي، که روان وضعیت دوام ومومي، نو دا به نه یوازې د سفر لګښتونه لوړ کړي، بلکې د نړیوال اقتصاد پر ثبات به هم منفي اغېز وکړي. همدارنګه، د سیمې د امنیتي وضعیت خرابوالی کولی شي د نړیوالو بازارونو بې‌ثباتي نوره هم زیاته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام