د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د ملخانو د یرغل له امله یې د شاوخوا ۱۲۰۰هکټاره کرنیزې ځمکې د حاصلاتو د لهمنځه تلو مخنیوی کړی دی.
یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی تخنیکي ټیمونو په بالامرغاب او سنګاتش ولسوالیو کې د ملخانو پر ضد عملیات کړي چې په پایله کې د کرنیزو محصولاتو د پراخ زیان مخنیوی شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د کرنې ریاست کارکوونکي لاهم په ځینو سیمو کې حضور لري او هڅه کوي د بزګرانو کروندو ته د ملخانو د بیا خپرېدو مخه ونیسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه یاد ریاست ویلي چې د قلعهنو ښار په کچه یې د نباتي افت «شبشک» د کنټرول لپاره د درملو شیندلو کمپاین هم پیل کړی چې د ښار په پارکونو او بلوارونو کې تطبیقېږي.
چارواکي ټینګار کوي چې د دې هڅو هدف د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د بزګرانو د اقتصادي زیانونو کمول دي.