Asset 1SWN

سلام وطندار

د اوسپنې پټلۍ نوې لار؛ افغانستان له چین سره نښلوي

HHnJsmBWkAMYZBi

د اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ملي شرکت مسوولان وايي چې د بار وړلو لپاره یې د څو-اړخیز ټرانسپورټ یو نوی مسیر فعال کړی چې چین د منځنۍ اسیا له لارې له افغانستان سره نښلوي.

اوزبکستاني رسنیو نن چهارشنبه، غويي ۱۶مه راپور ورکړی چې په دې نوې لاره کې کانټینري توکي له چین څخه د قزاقستان د «الټین‌کول» سټېشن له لارې د اورګاډي په واسطه اوزبیکستان ته لېږدول کېږي.

د راپور له مخې، له هغه ځایه وروسته توکي بیا بارېږي او د بار وړونکو موټرو په وسیله د ترکمنستان له لارې د افغانستان هرات ښار ته رسول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې مخکې به د همدې لارې ډېری سوداګریز توکي د سمندري لارو پرمټ، د چین له بندر څخه د ایران بندرعباس ته لېږدول کېدل او بیا له هغه ځایه افغانستان ته انتقالېدل.

د نوې لارې ټول اوږدوالی شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره اټکل شوی او د رسولو اوسط وخت یې نږدې ۳۰ ورځې ټاکل شوی چې دا به د ترانزیټ اغېزمنتیا لوړه کړي او د لېږد وخت به کم کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام