د کډوالۍ نړیوال سازمان په افغانستان کې د داخلي بېځایه شوو د شمېر زیاتوالي په اړه نن یو ریپوت خپور کړی او ویلي چې اوس مهال په دغه هېواد کې د داخلي بېځایه شوو کسانو شمېر نږدې شپږ میلیون کسانو ته رسېږي.

دغه سازمان په ریپوټ کې راغلي چې د دوی وروستۍ څېړنې ښيي چې اوس مهال پنځه میلیونه ۸۳۲زره ۴۵۴ کسان په ټول افغانستان کې بېځایه شوي دي. دغه سازمان د دغو کسانو د بېځایه کېدو لامل جګړې او وچکالي بللې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه سازمان ویلي،  په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو کسانو شمېر په بېساري توګه لوړ شوی و خو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د تاوتریخوالي له امله د داخلي بېځایه شوو کسانو لپاره له ستونزو ډک کال و د دغه راپور پر بنسټ، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۱/۳ میلیون کسان په کور دننه بېځایه شوي دي.

خو د کډوالۍ نړیوال سازمان بیا ویلي چې له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پوري شاوخوا اته میلیون او ۵۰۰ زره کسان بیرته خپلو سیمو ته هم ستانه شوي دي. یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په تېرو ۱۱ کلونو کې څه باندې څلور میلیون او ۵۱۹زره کسان بهرنیو هېوادونو ته هم کډوال شوي دي.

دغه سازمان له هېواد څخه د افغانانو د وتلو لامل، په افغانستان کې د جګړې زیاتوالی او اقتصادي ستونزې بللي دي او زیاته کړې چې د دغه کډوالو زیاته برخه ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۱۲ میلادي کال څخه بیا د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستیو پوري څه باندې پنځه میلیون او ۱۴۹زره کسان له بهرنیو هېوادونو څخه بیرته خپل هېواد ته راغلي دي چې زیاته برخه‌یې له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې اوس مهال له ایران او پاکستان څخه په ورځ کې تر ۲۰۰۰ افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستنېږي. دغه وزارت ویلي و چې د دغه کسانو له ډلې څخه ځینې په زوره له ایران څخه ایستل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د نظام تر بدولون او د اسلامي بامارت تر واکمنېدو وروسته په زرګونه افغانان ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام