په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري رییس لیونارډ زورلو نن کابل کې د کډوالو نړیوالې ورځې په مناست جوړې شوې غونډه کې وویل چې له پاکستان او ایران څخه راستانه شویو ۳.۵ میلیونه افغان کډوالو سره بېلابېلې بشري مرستې شوې دي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې له ۲۰۰۲ کال راهیسې افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري رییس زیاته کړه چې اوس دغه هېواد کې ۳.۵ میلیونه داخلي بې‌ځایه شوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لیونارډ زورلو وایي: «افغانستان کې ۳.۵میلیونه داخلي بې‌ځایه شوي کسان شته چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د جګړې له امله بې‌ځایه شوي، بشري مرستو ته اړتیا لري

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال محمدارسلاح خروټي وویل چې د اسلامي امارت د واکمنۍ راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه وویل: «د حکومت له رامنځته کېدو راهیسې، ۷۰۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي او ۲۵۰ زره داخلي بې‌ځایه شوي کورنۍ خپلو سیمو ته ستانه شوي، او پر ۴ میلیونو خلکو  مرستې وېشل شوي دي

همداراز د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، خلیل الرحمن حقاني غونډه کې د افغانانو د کډوالۍ لامل معلومولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «د کډوالۍ مخنیوي لپاره باید د کډوالۍ لاملونه په نښه شي

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې د کډوالۍ وضعیت ته په کتو، دې موضوع ته یې لومړیتوب ورکړی دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، بلال کریمي له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له هېواد څخه د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله وتلي افغانان په کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام