د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې یوازې په درې ورځو کې ۲۷ ماشومان وژلي دي.

یونیسف پرون په یوه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی  ډېر شوی او هغوی ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو کچه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې ادارې په وینا، په همدې موده کې په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې ۱۳۶ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د یونیسف د راپور پر بنسټ، نه یوازې د سړک غاړې ماین چاودنې د ماشومانو ژوند اخلي، بلکې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ مخامخ جګړو کې هم ورته مرګ‌ژوبله اوړي.

په افغانستان کې د یونیسف دفتر مسووله سامانتا مورت وايي: «افغانستان له ډېرې مودې راهيسې په نړۍ کې د ماشومانو لپاره یوه تر ټولو بده سیمه ده، خو دغه وضعیت په وروستیو اوونیو کې نور هم خراب شوی او ورځ تر بلې په خرابېدو دی.»

یونیسف د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې د نښتو پر مهال د ماشومان ژوند او خوندیتوب ته پام وکړي او په اړه یې ډاډ ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام