د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې دا مهال څه باندې شپږ میلیونه ماشومان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي چې ۵میلیونه یې ډېر زیان لېدونکي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وايي چې دا مهال د هېواد نفوس د نورو هېوادونو په پرتله ځوان دی چې ګڼ‌شمېر یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي او له دې ډلې یې یو میلیون ماشومان په نشه یې توکو روږدي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په افغانستان کې کلونه جګړې او تاوتریخوالی د دې لامل شوی، څو په دغه هېواد کې د نورو ټولنیزو ډلو په پرتله ماشومان زیات زیانونه وویني.

د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې او روزنې ته لاسرسی نه لري او ډېری یې په ټولنه کې په درنو کارونو بوخت دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې ۹۶۰۰۰ماشومان معلول دي او ۶۶ سلنه ماشومان بیا له خوارځواکۍ زورېږي.

په هېواد کې نا امنۍ، بې‌وزلي او وزګارتیا د دې لامل شوې، څو یو‌شمېر کورنۍ خپل ماشومانو درنو کارونو ته اړ کړي،  څو وکولای شي له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځینی عاید چمتو کړي. د ماشومانو تښتونه او په یو‌شمېر پېښو کې د تښتونکو له لوري د دوی  وژنه، جنسي تېری او په جبري او کم عمر کې واده کول هغه ستونزې دي چې په دغه هیواد کې ماشومان ورسره مخ دي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام