سره له دې چې تر دې مخکې هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، د دې ډلې له لوري د ماشومانو د جلب و جذب په اړه راپورونه خپاره شوي، خو اوس د یادو سیمو یوشمېر اوسېدونکي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا موضوع تاییدوي او وايي، هغه ډېری وسله‌وال چې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل کېږي، په زوره د طالبانو لیکو ته جذب شوي دي.

د جوزجان یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبانو یې یوه کوچني زوی ته په زوره وسله ورکړې او بیولی یې دی. هغه وايي، څو ځله یې زړه ښه کړی، څو طالبانو ته ورشي او د زوی پرېښودو هیله ترې وکړي، خو په خبره یې، وېرېږي چې خبره به یې ونه مني او زوی ته به یې هم زیان ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جوزجان دغه اوسېدونکی وايي، طالبانو پر خلکو ظلم کوي او هغه ماشومان چې په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي، په زوره جګړې ته بیايي. هغه زیاتوي، طالبان له وژلو، ورانۍ او ظلم پرته بل کار نه لري او سره له دې چې زوی یې د جګړې نوم هم نه پېژني، خو دې ډلې له ځان سره بیولی دی.

جوزجان کې یو محلي قوماندان هم وايي چې طالبانو د دغه ولایت له مرغاب، حسن تابین، شکرک، افغان تپې، قره کنت او تونیکه سیمو نه ګڼ‌شمېر تنکي ځوانان چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، د جګړې لومړۍ کرښې ته بیولي دي.



په همدې حال کې د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر هم مني چې طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یوشمېر ماشومان خپلو لیکو ته جذب کړي دي. هغه وايي، طالبانو په یادو سیمو کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له جهاد سره یوځای شي، کنه وبه یې وژني.

بله‌خوا د بغلان امنیه قوماندان صفي‌الله محزون وايي، طالبانو نه یوازې خپلو لیکو ته ماشومان جذب کړي، بلکې د خلکو کورونه یې هم لوټ کړي دي. د هغه په وینا، طالبان نه یوازې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د خلکو مدني او د اوسېدو حقونه ورکوي، بلکې ظلم هم پرې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سمنګان د ولایتي شورا غړی محمدهاشم سروري بیا وايي چې طالبانو خلک اړ کړي، څو هره ورځ یې پنځو تر لسو کسانو ته ډوډۍ وکړي. نوموړی زیاتوي، دغې ډلې له هر کلي غوښتي چې لس کسان ورکړي، څو د دوی په لیکو کې ورسره اوږه په اوږه جګړه وکړي، خو په وینا یې، د طالبانو دا غوښتنه د خلکو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

د بدخشان یو مدني فعال چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، طالبان په څو پړاوونو کې نوي کسان خپلو لیکو ته نیسي. د هغه په خبره، دا ډله لومړی اعلان کوي، څو خلک په خپله خوښه ورسره ودرېږي او که داسې ونه شول، د سیمې قومي مشرانو سره خبرې کوي چې مشخص کسان ورته وسپاري او که خلکو ترې بیا هم انکار وکړ، بیا یې په زوره نیسي او وسلې ورکوي.

د بدخشان دغه اوسېدونکی وايي، د دغه ولایت ګڼ‌شمېر ځوانان د دې لپاره چې د طالبانو له لوري په زوره وسلې ور نه کړل شي، کابل یا هم ایران ته تښتېدلي دي.

خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دوی د قوانینو له مخې، د کم‌عمره ماشومانو جګړه بنده ده. نوموړی ادعا کوي چې طالبانو په هېڅ ځای کې خپلو لیکو ته په زوره کسان نه دي جذب کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام