د ګوزڼ له منځه وړلو عملیاتي مرکز: د راستنېدونکو کډوال ماشومانو واکسین ته چمتووالی لرو
په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د خپرېدو ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسوولان وايي، دغه وزارت د خپلو نړیوالو همکارانو په همکاري د ګوزڼ ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره عملي اقدامات په پام کې لري او هېواد ته ټولو راستانه شویو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوی دی.