Asset 1SWN

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو

polioo-q6g5t1fnhw8q0gn4hlswru78uzl8flfgw66q6hmphk

د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین نن د کابل په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې پیل شو. د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، د ګوزڼ واکسین دغه پړاو چې څلور ورځې دوام کوي، کور په کور او جومات په جومات پلی کېږي. د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه کمپاین پر مهال به یوولس میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي.

هغه وايي: «د ګوزڼ سراسري کمپاین نن پیل شوی او ټاکل شوې پر مهال یې یوولس میلیونه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، واکسین شي. موږ د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین په پلي کولو سره هڅه کوو چې د ګوزڼې پېښې کمې او په راتلونکي کې دا ناروغي له منځه یوسو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په کابل کې یوشمېر هغه میندې چې د ګوزڼ ضد واکسین د پیلېدو په لومړیو ساعتونو کې یې ماشومان واکسین شوي وايي، د ګوزڼ ضد واکسین یې ماشومان له فلجېدو څخه ژغوري. د کابل اوسېدونکې فاطمه او نګاره وايي:

«نن مې خپل دوه ماشومان واکسین کړل. دا موضوع ډېره مهمه ده؛ له ناروغیو، په تېره له فلج نه یې ساتي. زه تل خپل ماشومان واکسینوم، هر ماشوم باید واکسین شي.» «هره مور باید پام وکړي چې خپل ماشومان واکسین کړي. کله چې جومات یا د کور مخې ته واکسین راځي، میندې باید د ماشومانو د واکسین ټولې دورې بشپړې کړي؛ ځکه ډېر مهم دی.»

په ورته وخت کې یوشمېر دیني عالمان وايي چې د ګوزڼ واکسین پلي کېدل له دیني اړخه کومه ستونزه نه لري او کورنۍ کولای شي د دې ناروغي پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي. دیني عالم قطب‌الدین مجتهد زیاتوي: «موږ باید دا مفکوره لرې کړو چې د ګوزڼ واکسین مو د ماشومانو روغتیا لپاره مضر دی. د اسلام له نظره، دغه واکسین ستونزه نه لري او کورنۍ باید هر حالت کې خپل ماشومان واکسین کړي، څو د ماشومانو روغتیا خوندي شي.»

د ګوزڼ واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي او د روان کال له پیل راهیسې د دې ناروغي پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ برخې مسوول نورولي‌شاه مومن له پاکستان سره د افغانستان ګاونډيتوب، د لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو نه موجودیت، د ماشومانو لپاره د څښاک پاکو اوبو نشتوالی او د خوارځواکۍ ناروغي روان کال په افغانستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو زیاتېدو اصلي لاملونه بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي: «په ډېری ځایونو کې لومړني روغتیايي خدمتونه نه لرو او ماشومانو ته نور واکسینونه نه رسېږي. په ډېری کلیو کې د ماشومانو لپاره د څښاک پاکې اوبه نشته او دا ویروس خپرېدو لامل کېږي. بل د دغه ویروس د لېږد لامل له نورو هېوادونو سره د افغانانو تګ‌راتګ دی.»

د یادونې ده چې د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین له بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، سرپل او روزګان پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې پلی کېږي او ټاکل شوې په راتلونکو اوونیو کې دغو ولایتونو کې هم پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام