د اسلامي  همکاري سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمېر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه چې اوس هم روانه ده.

دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د وینا پرمهال وویل چې اسلامي او د نړۍ نور هیوادونه باید له افغانستان سره بشري مرستې جاري وساتي، څو په دې هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیول شي. عمران خان دغه راز داعش او ترهګرۍ ته په اشارې وویل چې دا ډلې نړۍ ته ګواښ پېښولی شي او د دوی په هېواد هم کله نا کله د افغانستان له خاورې د داعش ډلې بریدونه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمران خان دغه راز له نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان له اوسني حکومت سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې مرستې وکړي، څو نظام او افغانان په خپلو پښو ودرېږي.

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر روستم‌شاه مومند سلام‌وطندار ته وویل چې د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس ته د ۵۷ هېوادونو او ګڼو نړیوالو ادارو استازي وربلل شوي چې د امریکا او اروپايي هېوادونو استازي هم پکې شامل دي.

د مومند په خبره چې د افغانستان په تړاو د غونډې پایلې به مهمې وي او د بشري مرستو او د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ به د افغانستان د سیاسي او دیپلوماتیکو اړیکو په اړه هم بحثونه وشي.

 مومند زیاته کړه چې پاکستان په یواځې توګه نه شي کولای، اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، نو شونې ده چې په دې ناسته کې پردې هم  کار وشي، څو یوشمېر ګاونډي هېوادونه دې ته لیوالتیا وښیي چې د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو ته چمتو شي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر زیاته کړه چې ښايي په دې غونډه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په اړه هم غوښتنه وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت چارواکي د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو جوړ شوي کنفرانس هرکلی کوي او وايي چې اسلامي امارت له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د ښو پایلو په تمه دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «د دې کنفرانس تمرکز به د افغانستان په مسلو باندې وي چې له افغانستان سره بشري، سیاسي، اقتصادی او په ډیپلوماتیکه برخه کې په مرستو او همکاریو به بحثونه کېږی او زمونږ هیله‌مندي دا ده چې دې کنفرانس څخه ډېره او ښه توقع لرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته د افغانستان د اسلامي امارت پلاوی هم وربلل شوی چې مشري یې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي. له غونډې اخیستل شوي انځورونه ښيي چې د اسلامي امارت پلاوي ته جلا څوکۍ اېښودل شوې وه او د افغانستان لپاره ځانګړې څوکۍ چې ملي درې رنګه بیرغ ورته ايښي وو، تشه پاتې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام