د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي سه شنبه تایید کړه چې دغه هېواد د افغانستان بانک له شتمنیو څخه نږدې ۹.۵ میلیارد دالر کنګل کړي او د طالبانو تر مشري لاندې حکومت ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره یې افغانستان ته د دغو نقدو پیسو د لېږد پر چارو بندیز لګولی دی.

دغه امریکايي چارواکی وایي، په امریکا کې د افغانستان بانک هېڅ شتمني به د طالبانو په واک کې ورنه کړل شي، ځکه دغه ډله د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په تور نوملړ کې ځای لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک رییس اجمل احمدي د تېرې دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي و چې نوموړي ته د جمعې په ورځ خبر ورکړل شوی و چې امریکا افغانستان ته د ډالرو د لېږد چارې دروي، ځکه دغه هېواد غواړي دغو سرچینو ته د طالبانو هر راز هڅې ودروي.

د افغانستان بانک په امریکا کې ۹.۵ میلیارد دالر شتمني لري او پام وړ یې د امریکا په نیویارک او نورو مالي سرچینو کې ځای پر ځای دي.

د طالبانو پر وړاندې د امریکا بندیزونه په دې معنې دي چې دغه ډله هېڅ راز مالي سرچینو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

له دغې موضوع خبر دوه کسان وایي چې د افغانستان بانک د شتمنۍ ډېری برخه اوس په افغانستان کې نه ساتل کېږي. د امریکا خزانې وزارت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کوي.



افغانستان د نړۍ یو له بې‌وزله هېوادونو څخه دی چې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې یې د امریکا پر مرستو تکیه کړې وه.

کله چې د امریکا ملي امنیت سلاکار جک سالیوان څخه پوښتنه شوه چې امریکا به څه ډول د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر کړو ژمنو ولاړ وي، په داسې حال کې چې دوی تراوسه دا نه ده اعلان کړې چې طالبان د افغانستان د رهبرانو په توګه په رسمیت پېژني او که نه؟ هغه په ځواب کې وویل، افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مرسته کوي د هغو هېوادونو له ډلې چې امریکا د هغوی له دولت سره اړیکې نه لري، خو له خلکو سره یې مرسته کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک شتمنیو د کنکل په اړه دغه پرېکړه، د امریکا د هغو مهمو پرېکړو د پیل  ښکارندوي کوي چې دغه هېواد به یې د طالبانو له لوري په ناڅاپي توګه د کابل د نیولو او د محمداشرف غني د وتلو په اړه په راتلونکي کې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام