Asset 1SWN

سلام وطندار

د ناټو سرمنشي:  طالبان دې تاوتريخوالی کم او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي

D2wcSsGX4AAZlHC-owzoktl1aakvpn0dtnkp2ifbe5ae1cv9us8z0aocyc

 

د ناټو سرمنشي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره ليدنه کې  ويلي چې طالبان دې تاوتريخوالی کم کړي  او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

ينس سټولټنبرګ تېره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دوحه کې د سولې خبرې افغانستان لپاره يو تاريخي فرصت دی او طالبان بايد تاوتريخوالی کم کړي.

نوموړي ويلي چې ناټو له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

له دې وړاندې افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد ويلي و چې له طالبانو سره په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.

نوموړي په ټوېټ کې ويلي، له دې خبرو يې معنا دا ده چې د طالبانو له لوري به بريدونه کمېږي، ځکه چې په خبره يې اوسمهال ډېر افغانان وژل کېږي چې د دوی د وژلو مخه ونيول شي.

د ناټو سرمنشي په داسې حال کې له طالبانو غواړي چې تاوتريخوالی کم کړي چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پر امنيتي ځواکونو او ملکيانو د طالبانو بريدونه ډېر شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام