د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي. د ناټو سرمنشي دغه موضوع له المانۍ ورځپاڼې «وېلټ ام سونټک» سره مرکه کې بيان کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د تاوتريخوالي په کمولو او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو ژمنو کې بريالي نه وو.

د ناټو سرمنشي د طالبانو له لوري د نه منلو وړ تاوتريخوالي ته په اشارې سره وويل، د ناټو هېڅ غړی له ډېرې اړتيا پرته نه غواړي په افغانستان کې پاتې شي.

ينس سټولټنبرګ زياتوي: «راتلونکې ورځې او اوونۍ مهمې دي. د امريکا د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د ناټو د دفاع وزیرانو لومړۍ ناسته کېږي.تمه ده چې متحدین یې په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي شتون په اړه په غور سره فکر وکړي.»

د ناټو دفاع وزیران به د دلوې په ۲۹مه نېټه د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ  ناسته ولري او په دې ناسته کې به په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.

وسله‌والو طالبانو هم د ناټو تر سرمشریزې دمخه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور د دوام په اړه خبرداری ورکړی. دې ډلې د شنبې په ورځ وویل: «د ناټو وزیرانو راتلونکې غونډې ته زموږ پیغام دا دی چې د اشغال او جګړې دوام نه ستاسو په ګټه دی او نه هم ستاسو د خلکو په ګټه. هر څوک چې د جګړې او اشغال دوام ته هڅه کوي، لکه د تېرو دوه لسيزو په شان به مسوول وي.»

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس کنت مکېنزي وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لا هم ډېره لوړه ده او همداراز امریکا د طالبانو اقدامات او د دوحې هوکړه‌لیک ارزوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام