د ناټو سرمنشي ینس‌ سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې به چې راتلونکې میاشت جوړېږي، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو یا ترې د وتلو پرېکړه وکړي.

سټولټنبرګ روان میلادي کال په افغانستان کې د ناټو نظامي حضور په برخه کې د دغه سازمان لپاره مهم یادوي او وايي، د ناټو د دفاع وزیران به په فبروري میاشت کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

هغه دا پرېکړه سخته بولي او وايي، په اړه یې ډېرو سلا مشورو ته اړتیا ده. نوموړی ټینګار کوي چې دا پرېکړه به د افغانستان امنیتي وضعیت او د سولې خبرواترو ته په کتو وشي.

د ناټو سرمنشي یو ځل بیا د دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې روانو خبرواترو ملاتړ وکړ او په وینا یې، یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دا یوازینۍ لاره ده. د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پرون د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل شوې.

ینس سټولټنبرګ وايي: «موږ باید په افغانستان کې د خپل حضور په اړه پرېکړه وکړو. که له دغه هېواده را ووځو، دا ګواښ شته چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر پټن‌ځای بدل شي او په پاتې کېدو سره د یوه اوږدمهاله ماموریت ګواښ شته. ډېرې ننګونې شته او یوازینۍ لاره د سولې خبرواترو دوام دی.»

نوموړی ټینګار کوي چې په ناهمغږي یا بیړنۍ توګه د ناټو ځواکونو وتل به ډېر لګښتونه ولري؛ ځکه په وینا یې، افغانستان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د بریدونو او ترهګرو پر مرکز د بدلېدو ګواښ شته.

د ناټو سرمنشي تر دې وړاندې هم ویلي و چې په افغانستان کې په پاتې کېدو یا وتلو سره باید د خپلې پرېکړې بیه پرې کړي.

ناټو اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ زره ځواکونه لري چې د افغان ځواکونو د روزنې، ورته د سلا مشورې او ملاتړ مسوولیت لري.

امریکا او طالبانو د تېر کال په کب میاشت کې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ یې ټاکل شوې چې امریکا د روان میلادي کال تر مې میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، خو د امریکايي چارواکو په وینا، دا اقدام به د افغانستان له امنیتي وضعیت او د سولې خبرواترو له څرنګوالي سره تړلی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام