د ناټو سرمنشي: د کابل هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي کار کوو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان او متحدان یې د افغانستان د ملاتړ پر دوام او د مهمو بنسټونو، په ځانګړي ډول د کابل نړیوال هوايي ډګر پر ساتلو کار کوي.
نوموړي چې نن په بروکسېل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ناټو په مستقیم ډول له امریکا او ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي.

« د بهرنيو ځواکونو وتل افغانستان د ترهګرو د پټنځای بدلېدو له ګواښ سره مخ کوي»

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتل به دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل کړي. د ناټو سرمنشي دغه موضوع له المانۍ ورځپاڼې «وېلټ ام سونټک» سره مرکه کې بيان کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبان د تاوتريخوالي په کمولو…