د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان او متحدان یې د افغانستان د ملاتړ پر دوام او د مهمو بنسټونو، په ځانګړي ډول د  کابل نړیوال هوايي ډګر پر ساتلو کار کوي.

نوموړي چې نن په بروکسېل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ناټو په مستقیم ډول له امریکا او ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سټولټنبرګ ټینګار کوي چې د کابل هوايي ډګر ساتل نه یوازې د ناټو د غړو هېوادونو، بلکې د ټولې نړیوالې ټولنې ډیپلوماټیک حضور او له افغانستان سره د پراختیايي مرستو د دوام لپاره مهم دي.



د ناټو سرمنشي زیاتوي: «موږ نږدې شل کاله هلته وو، پلان دا نه و چې د تل لپاره هلته واوسو. موږ د نظامي حضور د پای ته رسولو پرېکړې د ګواښونو په اړه خبر یوو، خو هم‌مهاله به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

ینس سټولټنبرګ دغه راز ټینګار کوي چې ناټو په افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته رسوي، خو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وايي، د افغان ځواکونو ملاتړ به د ملکي حضور او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ادارو ته د سلا مشورې ورکولو له لارې وکړي. نوموړی ټینګار کوي چې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته به هم دوام ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې ویلي و چې په کابل کې د خپل ډیپلوماټیک حضور ساتل له یوه امن او فعال هوايي ډګر سره تړاو لري او له دې پرته به په کابل کې سفارتونه وتړل شي.

ټاکل شوې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو غونډه نن د بلجیم په بروکسېل کې جوړه او د نورو موضوعاتو ترڅنګ په‌کې د افغانستان پر اړوندو موضوعاتو هم بحث وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام