د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، له افغانستانه د غوڅ ملاتړ ماموریت  د ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې او وتل یې له افغانستان سره د اړیکو د پای په مانا نه دي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په ناسته کې وکړې. نوموړي ټينګار وکړ چې د ناټو غړي هېوادونه په دې اړه پر سلا  مشورو بوخت دي چې څنګه کولای شي د امنیتي ځواکونو د مالي او روزنیز ملاتړ له لارې له افغانستان سره خپلو اړیکو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ ټينګارکړی چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت پای ته رسېدلی، خو ویلي یې دي چې د ناټو وتل به له افغانستان سره د دې ماموریت د ملاتړ پای نه وي او د همکاریو یو نوی باب یې پرانستی دی. د ناټو عمومي منشي ویلي چې دغه سازمان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د افغانستان جګړې لپاره سوله‌ییزه حل لار، په دغه هېواد کې د وروستیو څو کلونو د لاسته‌ راوړنو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لار ده. بل‌خوا، سټولټنبرګ ویلي چې طالبانو ته یې په روښانه ټکو پیغام ورکړی چې د ناټو ځواکونو د وتلو پرمهال په دغو ځواکونو برید به، د دوی له غوڅ ځواب سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ د مې په لومړۍ نیټه پيل شوې چې تراوسه د هېواد په سوېل او شمال کې افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو له لوري دوه مرکزونه تسلیم شوي دي.

 د امریکا او ناټو ځواکونو د مهال‌وېش سره سم، تمه ده له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د سپټمبر په ۱۱مه بشپړ شي. خو وسله‌وال طالبان امریکا له افغانستان څخه په ځنډ وتلو او د دوحې هوکړې څخه پرسرغړونې تورنوي او وایي، دغو سرغړونو د دې ډلې جنګیالیو ته لار هواره کړې چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې هر راز اقدام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام