د ناټو سرمنشي: د کابل هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي کار کوو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، دغه سازمان او متحدان یې د افغانستان د ملاتړ پر دوام او د مهمو بنسټونو، په ځانګړي ډول د کابل نړیوال هوايي ډګر پر ساتلو کار کوي.
نوموړي چې نن په بروکسېل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، ناټو په مستقیم ډول له امریکا او ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د ساتلو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د امنیتي ادارو د مسوولانو پر ناکامۍ او بې‌غورۍ د ولسي جرګې نیوکې

د هېواد په يوشمیر ولایتونو کې په پرله‌پسې توګه د ځینو ولسوالیو سقوط او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې تېزوالي د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.
د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولان د جګړې په مدیریت کې پر پاتې راتلو تورن کړل او په وینا یې، د یادو ادارو د مسوولانو بې‌غوري د ولسوالیو د سقوط لامل شوې ده.

طالبانو سرپل کې۱۲ امنیتي سرتیري وژلي

د سرپل د ولایتي شورا غړي وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو په یوه کمین کې ۱۲امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځ ته شوه چې امنیتي ځواکونه د تاکتیکي شاه تګ په حال کې وو.

طالبانو د پروان پر غوربند درې برید کړی

د پروان ولایت محلي چارواکي د دغه ولایت په غوربند دره کې پر شینواري ولسوالي د وسله‌والو طالبانو له لوري د پراخو برېدونو خبر ورکوي.  د پروان والي فضل‌الدین عیار سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه بریدونه نن سهار وختي پیل شوي او تراوسه روان دي.

د سرپل سانچارک او ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط په درشل کې

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او  ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۵ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک  او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.