د هېواد په يوشمیر ولایتونو کې په پرله‌پسې توګه د ځینو ولسوالیو سقوط او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې تېزوالي د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي. د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د امنیتي ادارو مسوولان د جګړې په مدیریت کې پر پاتې راتلو تورن کړل او په وینا یې، د یادو ادارو د مسوولانو بې‌غوري د ولسوالیو د سقوط لامل شوې ده.

د ولسي جرګې غړي وايي، سره له دې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی کېږي او د طالبانو بریدونه زور اخلي، خو د امنیتي ادارو مسوولان د عادي وضعیت خبرې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسي جرګې غړی شاه‌پور حسین‌زوی وايي، د ټپیانو د را لېږد په اړه یې غوښتل چې لوی درستیز ته زنګ ووهي، څو په دې برخه کې لاس په کار شي، خو په خبره یې، د هغه ټیلیفونونه بند وو. نوموړی د امنیتي ادارو پر مسوولانو غږ کوي چې نور د خلکو د وژنو مخه ونیسي.

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وايي، د فراه د لس ولسوالیو له ډلې درې یې د دولت په واک کې دي او دوه یې ان تېر کال له لاسه وتلې وې. د هغې په وینا، د بهرنیانو او ارګ ترمنځ پر معاملې شک نه کوي، خو دوی هم د ولایتونو پر امنیتي وضعیت سترګې نه شي پټولی.



په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني له حکومت څخه وغوښتل چې د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره دې د جګړې تاکتیکونه بدل کړي. هغه د جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیونونو ته دنده وسپارله چې د امنیتي ادارو د کمزورۍ لاملونه ومومي.

د راپورونو پر بنسټ، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې ۲۹ ولسوالۍ له لاسه وتلي، خو د امنیتي ادارو ویاندویان وایي، د دغو ولسوالیو له ډلې ډېری یې لا هم په واک کې دي او په وینا یې، امنیتي ځواکونو ترې تاکتیکي شاتګ کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پوځي چارو کارپوهان بیا پر دې باور دي چې امنیتي ادارې د جګړو په ډګرونو کې د خپلې ماتې توجیه لپاره د تاکتیکي شاتګ خبره کوي. د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي، تاکتیکي شاتګ خپل تعریف لري او دا چې سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوړي او تجهیزات یې د طالبانو لاس ته ورځي، دا تاکتیکي شاتګ نه دی.

بله‌خوا یوشمېر هېوادوال هم په هېواد کې روان ناسم امنیتي وضعیت اندېښمن کړي او وايي، که شته وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې ولایتونه هم له لاسه ووځي.

د کندوز یو اوسېدونکی میرویس وایي، د کندوزـ تخار او کندوزـ کابل لویې لارې د طالبانو په واک کې دي او که حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونه کړي، ښايي د کندوز ښار هم د وسله‌والو لاس ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د ولسوالیو د سقوط په تړاو وايي، په هغو سیمو کې چې طالبان د سقوط خبره کوي، یوازې د یوې کوچنۍ کرښې په کشولو یې پرمختګ کړی چې په وینا یې، په ډله‌ييزې وژنې به یې تمام شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام