تېره ورځ ناوخته یوه طرحه چې ۱۴ مخه ده او ښايي د استانبول غونډې لپاره د افغان دولت د سولې طرحه وي، په رسنیو کې لاس پر لاس شوه.

دا طرحه چې د افغان سولې د هوکړې په نوم نومول شوې، پر څلورو بېلابېلو برخو راڅرخي او د افغانستان راتلونکې لپاره د لارښود اصول، د افغانستان سیاسي نقشه، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام او د جګړې پای ته رسول په‌کې شامل دي.

خو د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي او د محمدکریم خلیلي په مشري د اسلامي وحدت ګوند پر دې طرحه نیوکه کوي او وایي، یاده طرحه ټولیزه نه ده او ډېرې ستونزې لري.

د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ګوند د مطبوعاتو رییس همایون جریر وایي، حزب اسلامي د ملي پخلاینې عالي شورا ته طرحه نه ده ورکړې او یاده طرحه د دولت او ملي پخلاینې شورا له لوري جوړه شوې ده. هغه وايي، په دې طرحه کې د دوی نظر نه دی پوښتل شوی.

د اسلامي وحدت ګوند د سیاسي دفتر رییس قربان‌علي فصیحي هم پر یادې طرحې نیوکه کوي او وایي، د نظام ډول او د خبرواترو اړخونه د بحث وړ دي. د نوموړي په وینا، په یاده طرحه کې یوازې دوه اړخونه د پام وړ وو او پاتې نور له پامه غورځېدلي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ملي پخلاینې شورا نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

که څه هم تر اوسه د ملي پخلاینې شورا چارواکو یاده طرحه رد یا تایید کړې نه ده، خو تر دې مخکې یې ویلي و چې د استانبول غونډې لپاره د افغان سولې طرحه وروستۍ شوې ده.

په افغانستان کې دوامداره او بیړنی اوربند، د جګړې پای ته رسول، د ولسواکو ارزښتونو او اساسي قانون ساتل د یادې طرحې مهم موضوعات دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام