یو‌شمېر خبریالان پر افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله نیوکه کوي او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې دوی ته پر وخت معلومات نه دي ورکړل شوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یوه ښځینه خبریاله فرخنده محبي سلام وطندار ته وايي، که څه هم په تېر حکومت کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې ستونزې وې، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ستونزې دوه چنده شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی وايي چې اسلامي امارت دوه درې کسان د ویاندویانو په توګه معرفي کړي دي چې د رسنیو لپاره د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره بسنه نه کوي.

په ورته مهال یو بل خبریال یاسین جویا وايي، اسلامي امارت باید د وزارتونو لپاره ویاندویان معرفي کړي، څو معلوماتو ته لاس رسی اسانه شي.

نوموړی زیاتوي چې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي چې د رسنیو په برخه کې د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې دې خوندي کړي او هغه دې وساتي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی جواد څارګر د خبریالانو د ستونزو په تایید سره وايي، د ویاندویانو پر ټاکنې کار روان دی او ډېر ژر به په دې برخه کي د خبریالانو ستونزي حل شي.

نوموړی زیاتوي چې هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله او هغه بدلونونه چې په وزارت‌ خونو کې راغلي، که څه هم اسلامي امارت عمومي بښنه اعلان کړې، خو بیا هم د دغه وزارت خونو ټول ویاندویان له هېواده بهر تښتېدلي او دوی هڅه کوي چې دغه تشه ډکه کړي او د خبریالانو ستونزې هوارې کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په تازه رپوټ کې ویل شوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره معلوماتو ته لاس رسي ګران شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام