هره ورځ د غور او د یاد ولایت له ګاونډیو ولایتونو څخه ګڼ‌شمېر کسان د خپلو حقوقي او جنایي قضیو د هواري لپاره د دغه ولایت محکمو ته مراجعه کوي. دوی وایي چې د ګڼې ګوڼې له امله، ډېر کله خلک اړ کېږي چې خپل نوبت ته اوونۍ په تمه شي.

زرین‌شاه د غور ولایت یو له هغه اوسېدونکو څخه دی چې د خپلې حقوقي قضیې د هواري لپاره د یاد ولایت مرکز فیروز کوه ښار د اسلامي امارت یوې ابتدایي محکمې ته راغلی دی. هغه وایي، یوه اوونۍ کېږي چې د خپلې قضیې د حل لپاره له خپل کلي ښار ته راغلی، خو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله نه دی بریالی شوی چې د اسلامي امارت د محکمې مسوولان وویني. نوموړی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دین‌محمد د بادغیس ولایت اصلي اوسېدونکی دی. هغه له ځان سره سندونه لري او ادعا کوي چې دا یې د کور شرعي قباله ده. دین‌محمد وایي چې څو کاله کېږي، له زورواکو څخه یې خپله ځمکه نه ده اخیستې او اوس یې د دې ستونزې د هواري لپاره د غور ولایت لومړنۍ محکمې ته ورغلی، څو خپله ځمکه بېرته ترلاسه کړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری هېوادوال دا فکر کوي چې په کم وخت کې به یې قضیو ته رسېدنه وشي، نو ځکه یې د فیروزکوه ښار پر لور څپې راماتې شوي.

دلته په غور کې د اسلامي امارت په ابتدایي محکمه کې پر یوې حقوقي قضیې کار روان دی. د غور د لومړنۍ محکمې قاضي مولوي فضل‌احمد امامي وایي چې هره ورځ په لسګونه قضیې په دې ځای کې ثبتېږي. نوموړی زیاتوي چې ټولو قضیو ته د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې رسېدنه کوي.

ومو غوښتل د غور د استیناف محکمې نظر او د یادې محکمې د حکم د څرنګوالي لړۍ هم په دې راپور کې ولرو، خو له هڅو سره-سره بریالي نه شوو. په ورته مهال د غور یو ازاد مدافع وکېل محمد انور غفوري چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې په دغه ولایت کې څو قضیې پرمخ وړي، وایي چې قضیو ته د رسېدنې او حکم ورکولو بهیر له مخکیني حکومت سره دومره توپیر نه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غور په محکمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه په داسې حال کې زیاته شوې چې له دې وړاندې به د کلي خلک ډېری وخت د خپلو قضیو د هواري لپاره «د اسلامي امارت او مخکیني حکومت محکمو» ته مراجعه کوله. خو اوس خلک یوازې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې محکمې ته د خپلو ستونزو هواري لپاره مراجعه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام