د غور فرهنګي مسوولانو نن په یوې خبرپاڼه کې چې د دغه ولايت د استخباراتو رياست له‌خوا خپره شوې، ویلي چې د اسلامي امارت ځواكونو د یاد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار كې څلور کسان د سرو زرو كان د كيندلو په تور نيولي دي.

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحى زعيم ویلي چې دغه کسان د بهاري له کلي څخه نيول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له قوله لیکلي چې له نیول شویو کسانو څخه د کیندنې د کشف دستګاه، یو فلانکوچ موټر او بریښنایي چکش هم ترلاسه شوی دی. د هغه په وینا، دغو کسانو له دې مخکې هم د دغه ولايت په چهارسدې او شهرک ولسواليو کې ورته فعاليتونه لرل.

د غور د فرهنګي مسوولانو په وینا، د کانونو کیندنه د اسلامي امارت د قانون خلاف کار دی او له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام