Asset 1SWN

د لوګر والي ویاند: د «خاکې دښتې د ځمکې» مسلې د هواري هڅې پیل شوي

۳۳۳۳۳۳

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت بره‌کي‌برک ولسوالي پر «خاکې دښته» د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د کلونو راپورته شوې شخړې د هواري هڅې پيل کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل چې د خاکې دښتې د ځمکې پرسر د شخړې هواري لپاره د ولایت مقام رییس میرویس په مشري یو پلاوی ټاکل شوی او هڅه روانه ده چې دغه پخوانۍ شخړه په سوله‌ییزه توګه هواره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې په جوړ شوي پلاوي کې د ولایت مقام، امنیه قومنداني، استخبارات، علماوو شورا او یوشمېر ولسوالیو ولسوالان هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، یاد پلاوي په لومړي سر کې خاکې دښتې ته سفری کړی او دواړه لوري یې د یوه او بل سیمې ته له داخلېدو راګرځولې دي.

لوګر خاکې دښتې باندې له نن څخه شاوخوا ۱۵کاله وړاندې د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ هغه مهال شخړه رامنځته شوه چې د وخت ولسمشر حامد کرزي کوچیانو ته د ۳زره جریبه ځمکې فرمان صادر کړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له هغې ورځې راهیسې تراوسه د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ څو ځلې وسله‌والې نښتې رامنځته شوي او دواړو لورو ته درنه مرګ‌ژوبله هم  اوښتې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام