Asset 1SWN

لوګر کې پر ۹۰۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول

9ce9ee05-452d-426b-9d4b-e1e9c24e1770

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې پر شاوخوا ۹۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلې دي.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله ناېب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، هرې بې‌وزله کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶کیلوګرامه دال، ۱۰کیلوګرامه غوړي، درې کلوګرامه د ماشومانو سوپرسریال خواړه، ۳۰ فاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ مخنیوي خواړه وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې اوس هم د بې‌وزله کورنیو سروې روانه ده چې ژر به د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بې‌وزله او اړو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

بې‌وزله او اړې کورنۍ هم وایي چې شوې مرستې د دوي لپاره بسنه کوي، له سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي، څو د دغه ولایت بې‌وزله او اړو کورنیو سره خپلې مرستې دوه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام