Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې پر ۱۳۰۰ بې‌وزله کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي

8d156696-ac86-42ff-9d01-0cd8b9e28acf

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالي کې پر شاوخوا ۱۳۰۰ بې‌وزله او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه غوړي، شپږ کلوګرامه دال، درې کیلوګرامه د ماشومانو سوپرسریال خواړه او ۳۰ فاکټه د ماشومانو د خوارځواکي مخنیوي خواړه وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې هم د بې‌وزله او اړو کورنیو سروې شوې او ژر به پر سلګونه بې‌وزله کورنیو ورته مرستې ووېشل شي.

بې‌وزله کورنۍ خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته شوې، خو ټینګار کوي چې دغه مرستې دې په دوامداره توګه پر بې‌وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې پر یو‌شمېر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو ترڅنګ نغدي مرستې هم وېشل شوې وې.

.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام