د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې روانه میلادي میاشت به پلازمېنه کابل کې د «کار ملي کنفرانس» جوړ کړي.
د یاد وزارت مسووولانو دغه څرګندونې نن «یکشنبه، غويي ۱۶مه» کابل کې د کار نړیواله ورځې نمانځغونډه کې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، هېواد کې د وزګارتیا لاملونو څېړلو او ننګونو ته یې د رسېدنې لپاره، د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې د «کار ملي کنفرانس» هم جوړ کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال زاهدجان اغا وویل، افغانستان کې د کاري خوندیتوب تضمین په موخه دغه وزارت د کار قانون بیا ارزونه کوي. «هېواد کې د وزګارتیا کچې کمېدو او ننګونو ارزونې په موخه به روانه میاشت د کار ملي کنفرانس جوړ شي.»
هېواد کې د کار نړیوال سازمان مسوولان چې یاده غونډه کې یې ګډون کړی وو، وايي، دامهال افغانستان کې کارګران د کاري خوندیتوب نهشتون سره مخ دي.
افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مشر رامین بهزاد وویل: «افغانستان کې د کار بازار لاهم کاري مصئونیت نهلري. کارګران هم له اقلیمي بدلونونو زیانمن شوي، موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې افغانستان کې د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوو.»
د افغانستان د کارګرانو ټولنې مسوولان د کاري خوندیتوب نهشتون او ځینې نور موارد هېواد کې د کارګرانو پر وړاندې مهمې ننګونې بولي. دوی وايي، هرکال په اوسط ډول ۴۰۰زره کسان د کار بازار ته وراضافه کېږي او د سرپرست حکوم مسوولان باید د کاري فرصتونو زیاتولو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړي.
د کارګرانو ټولنې استازي نورالدین فاروقي وویل: «د کاري خوندیتوب نشتون، د تقاعد نشتون، له معاش پرته د کارګرو د کاري ساعت لوړېدل، هېواد کې د کارګرو له مهمو ستونزو دي او هر کال ۴۰۰زره کسان د کار بازار ته وراضافه کېږي.»
د یادونې ده چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه د کار نړیواله ورځ ده. په دغه ورځ د نړۍ په کچه د کارګرانو ټولنې سړکونو ته راوځي او له خپلو حکومتونو او مسوولانو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.