کله چې غور څخه هرات او له هرات څخه غور ته سفر کوئ، نو د شهرک ولسوالي له «کمینج» او «دره‌جام» سیمې څخه چې تېرېږئ، سترګي به مو په پراخو طبیعي ځنګلونو ولګېږي.

یادو طبیعي ځنګلونو  دې سیمې ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې، خو د ژمي په را رسېدو سره د دغې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي د ځنګلونو په ارزښت له پوهېدو پرته د یادو ځنګلونو پرې‌کولو ته مخه کوي، څو وکولای شي چې د ژمي په موسم کې د سوند توکو په حیث ورڅخه کار واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شهرک ولسوالي د «کمینج» سیمې د اوسېدونکو دغه کار په غور ولایت کې د مدني فعالانو او د چاپیریال ساتنې د کارپوهانو اندېښنې راپورته کړي دي.

غور کې د چاپیریال ساتنې کارپوهان هم وايي، ځنګلونه سره له دې چې د چاپیریال د ککړتیا مخنیوی کوي، د الوتونکو او نورو حیواناتو د زیاتېدو لپاره مناسب ځای هم دی.

دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د طبیعي ځنګلونو له پرې‌کولو مخنیوی وکړي.

غور کې د اسلامي امارت مسوولان وايي، د طبیعي ځنګلونو ساتلو او حفاظت لپاره هڅې کوي او هغو کسانو سره چې دغه ډول کار کوي، قانوني چلند کېږي.

غور کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم سلام‌وطندار ته وايي: «د مجاهدینو له لوري د ځنګولو پر وهلو بندیزونه لګول شوی. څوک اجازه نه لري چې طبیعي ځنګلونه ووهي، خلکو او مجاهدینو ته خبر ورکړل شوی. که چا ځنګلونه ووهل، مجاهدینو ته وایو چې هغوی ونیسي، څو نور څوک ځنګلونه ونه وهي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غور کې د مدني فعالانو او د چاپیریال ساتنې د کارپوهانو په وینا، ځنګلونه د اقتصاد په پرمختګ او د کرنې په وده کې مهم رول لري او کولای شي د سېلابونو، د مضره ګازونو او د خاورې د له منځه تلو مخه ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام