Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت فلسطین کې د اسراییلو برید غندلی

da791e93-164e-4543-a544-c3e17732fc4b

د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو برید په کلکو ټکو غندلی دی. په دغه برید کې نهه فلسطینیان وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه د سلواغې اوومه په یوې خبرپاڼه کې یاد برید غندلی او هغه یې وحشیانه عمل بللی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال په خبرپاڼه کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې د فلسطینیانو حقونه خوندي او د اسراییل له‌خوا د بشرضد جنایتونو پر وړاندې خپل غږ پورته او په اړه یې اقدامات وکړي.

بل‌خوا د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې په وژل شویو کې یوه ۶۱ کلنه مېرمن هم شامله ده. دغه وزارت همداراز اعلان کړی چې د اسراییلو ځواکونو په دې برید کې ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې رسنیو ویلي چې وژل شویو کې د فلسطین د جهادي ډلو غړي او ملکیان هم شامل دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو له دغه برید وروسته بېګاه فلسطیني وسله‌والو د غزې له تړانګې څخه د اسراییلو پر لور راکېټونه توغولي چې د اسراییلو د توغندیو د دفاعي سېسټم له‌خوا شنډ کړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

اسراییلو ځواکونو هم د یادو توغندیو په غبرګون کې پر فلسطین هوايي بریدونه کړي، خو له امله یې د مرګ‌ژوبلې سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام