د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن اسلام‌‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې وویل چې سوله‌ییز، ارام او با ثباته افغانستان د ټولو په ګته دی.

د پاکستان لومړي وزیر شاه‌محمود قریشي دغې ناستې ته د وینا پرمهال وویل چې افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې او اقتصادي پاشلتیا څخه مخنیوی باید د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې وي.

په ورته مهال پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان څخه غوښتنه کړې چې افغانستان له اقتصادي  او بشري ناورین څخه وژغوري او دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د قریشي په باور هغه ډلې او کسان چې د افغانستان د بې‌ثباته کولو په لټه کې دي او غواړي له دې خاورې د ترهګرۍ لپاره ګټه واخلي، باید مخه یې ونیول شي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان  پیل شوې یاده ناسته به دوه ورځې دوام وکړي. افغانستان کې روان وضعیت به یې هم د خبرو یوه برخه وي، خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست په‌کې ګډون نه دی کړی.

له دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې د افغانستان په استازیتوب به یو جګ‌پوړی پلاوی دغې ناسته کې د ګډون په موخه اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

بل‌خوا افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان سره باید لا ډېرې بشري مرستې وشي، څو دغه هېواد له روان ناورین څخه راووځي. هغه همداراز له نوي حکومت څخه غوښتنه وکړه چا ته د دې اجازه ور نه‌کړي چې له خاورې څخه یې څوک د ترهګرۍ لپاره ګټه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان په نړۍ کې له ملګروملتونو وروسته دویم ستر سازمان دی چې د نړۍ شاوخوا ۵۷ مسلمان هېوادونه یې غړي دي.

یاد سازمان د مهمو پرېکړو د څېړنې لپاره هر کال کلنۍ غونډې جوړوي. پاکستان، عربستان، ترکیه، افغانستان، ایران، اندونیزیا، مالیزیا، اردن، کویټ، لبنان، لیبیا، الجزایز، چاد، مصر، یمن، سوډان، سومالیا، فلسطین، مراکش او نایجریه د دې سازمان اصلي غړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څلورم ځل دی چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته په پاکستان کې جوړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام