څه موده  وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.

د فراغت مراسمو کې د پوله‌ساتو ځواکونو قومندان مولوي ثناالله سنکین فاتح وویل چې دغه سرتیري به د کرښې په اوږدو کې هغه ۳۲ پوستو کې په دندو وګومارل شي چې تازه جوړې شوي دي. نوموړي وویل، حاکمو نقطو کې نویو پوستو ته د سړکونو ورغځولو چارې هم روانې دی چې ژر به یې کارونه بشپړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «دوی به په هغه ۳۲ نویو پوستو کې چې په صفري نقطه کې موږ جوړ کړي ځای پر ځای شي. دغه څو ورځو کې به دې پوستو ته نوي جوړېدونکي سړکونه هم بشپړ شي چې اوس یې کارونه روان دي.»

مولوي فاتح زیاته کړه، په پلان کې ده چې ډېر ژر ۳سوه نور سرتیري هم په درې میاشتنۍ دوره کې وروزي، څو د کرښې د ډاډمن امنیت لپاره چمتو شي. هفه ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت ځواکونو په بشپړ ډول د خپلې خاورې او ولس ساتنې ته ژمن دي.

هغه سرتیري چې تازه فارغ شوي، وایي چې په پنځه څلوېښت ورځو کې یې مسلکي روزنه لیدلې او د دې وړتیا لري چې په سمه توګه له خاورې ساتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا لومړی ځل دی چې په ختيځ کې سرحدي ځواکونه تر مسلکي روزنې وروسته فارغ او مهمو سیمو کې په دندو ګومارل کېږي. ولسي غوښتنې هم دا دي چې په ډيورنډ کرښه د پرتو سیمو باید افغان ځواکونو کلکه ساتنه وکړي او د تېر په څېر اجازه ورنه‌کړي چې پاکستانی لوری خپل سري اقدامات وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام