د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (د لیندۍ ۲۹مه، د چهارشنبې ورځ) په یوه غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزوه. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د ټولشموله حکومت جوړېدل او د بشري حقونو په پام کې نیول هغه مهمې غوښتنې وې چې په دې غونډه کې له ا.ا څخه شوي او د ا.ا له لوري یې د په پام کې نه نیولو له کبله اندېښنې ښودلې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په دې غونډه کې له ا.ا سره د تعامل بحث هم یاد کړی دی.
د ا.ا ویاند ذبېحالله مجاهد سره له دې چې په دې غونډه کې د تعامل بحث هرکلی کوي، خو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښونو په اړه یادې شوې اندېښنې پر ځای نه بولي.
هغه په دې اړه سلاموطندار ته ویلي: «هېوادونو وړاندیز وکړ چې له اسلامي امارت سره باید تعامل وشي او بندیزونه پای ته ورسېږي. موږ یې هرکلی کوو، خو هغه اندېښنې یې نه منو چې د افغانستان د امنیت او ځینو ډلو په اړه یې یادې کړې دي.»
که څه هم په تېرو څه باندې دوو کلونو کې څو ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دې غونډې په څېر د افغانستان په اړه نورې غونډې جوړې شوي، خو دغو غونډو تر اوسه د افغانستان په وضعیت کې د بدلون لامل نهدي شوي.