د اسلامي امارت یوشمېر مخالفې سیاسي څېرې د دویم ځل لپاره نن یو ځل بیا د اتریش ویانا ښار کې سره ټول شوي او ټاکل شوې د افغانستان کورنیو مسایلو او د دغې غونډې د ګډونوالو ترمنځ د باور پیاوړي کولو پر سر بحث او خبرې وکړي.
د رپوټونو پر بنسټ، دې غونډه کې چې د اتریش د یوه څېړنیز انستیتیوت له لوري جوړېږي، د مخکیني حکومت تر ۳۰ پورې مشران، سیاسي فعالان، دیپلوماتان او سیاستوال ګډون کوي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي وايي، د اتریش هېواد ویانا ښار کې د پخوانیو افغان سیاستوالو غونډه به د افغانستان پر روان وضعیت هېڅ اغېز ونهکړي او د یادې غونډې ګډونوال یې هم ناکامه بللي دي.
د سیاسي مسایلو څېړونکي محمدسلیم پیګیر وویل، کومې غونډې چې د بهرنیانو په غوښتنه د افغانستان په تړاو کېږي، د افغانانو پر وضعیت هېڅ ډول اغېز نهشي لرلی.
هغه وویل: «دغه ډول ناستې نه په تېر، نه اوس او نه راتلونکي کې د افغانستان پر موضوع اغېز نهشي کولای. هغه غونډې چې بهرنیو هېوادونو کې کېږي، ګډونوال یې ناکامې څېرې او د افغانستان په درد نه لګېږي او لوېدیځه ټولنه غواړي دوی مصروف وساتي، نه ګاونډي او نه هم نړیواله ټولنه د دوی غږ اوري. دوی دې لومړی خپله یو غږ او یو فکر شي او دوی هېڅکله یو فکر نهشي کېدای.»
په ورته وخت کې یو بل سیاسي څېړونکی سیدضیا حسیني هم د دغه ډول غونډو په ناکامه بللو سره د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو د نړیوالو او اغېزناکه هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کوي او وايي، که دغه غونډه وکولی شي د افغانستان وضعیت په تړاو نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي، هغه مهال به اغېزمنه تمامه شي.
هغه وویل: «دوه خبرې دي، دې غونډه کې ۳۰ څېرې ګډون کوي کولای شي نړیواله ټولنه او هغه هېوادونه چې دوی یې غواړي ورسره همغږي شي، قناعت ورکړي او اغېز پرې ولري، خو تراوسه داسې څه نه دي شوي. د دوی موخه له افغانستان بهر د سیاسي څېرو ترمنځ باور رامنځته کول دي او دا چې دا به پر اسلامي امارت څومره اغېز وکړي، د اتکا بحث نه دی. اړتیا ده چې دوی لومړی خپلمنځ کې سیاسي اجماع ته ورسېږي او امارت سره خبرې وکړي.»
د سیاسي چارو څېړونکي طارق فرهادي هم وویل، که نړیواله ټوله له دغې غونډې ملاتړ وکړي، مثبتې اغېزې به یې ډېرې وي. هغه وویل: «له افغانستانه بهر چې کومې ناستې کېږي، که نړیواله ټولنه ورته اسانتیاوې رامنځته کړي، باور یې ډېرېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له ډېرو هڅو سربېره ونه توانېدو چې دغه رپوټ کې د اسلامي امارت د چارواکو نظر ترلاسه کړو، خو مخکې یې ویلي وو، ورته غونډې دوی ته د اندېښنې وړ نه دي.