د سلاموطندار له لوري د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، د ناروې د کډوالۍ شورا، د پاملرنې نړیوال سازمان، د ژغورنې نړیوالې کميټې او د «امامسياراې» موسسې د فعالیت له ځنډېدو وروسته، په هېواد کې د یادو بنسټونو شاوخوا ۱۱ زره او ۴۴۱ کارکوونکي چې ۴۳۷۳ یې ښځینه دي، وزګاره شوي دي.
د ناروې د کډوالۍ شورا (NRC) د معلوماتو له مخې، یوازې د دغې ادارې ۱۵۴۱ کارکوونکي چې ۴۶۹ یې ښځینه دي، په کور کېنول شوي دي.
د دې شورا یوې کارکوونکې هیلن سندبور رینګ سلاموطندار ته وویل، دغه بنسټ غوښتل چې را روان کال کې ۷۰۰ زره اړمنو او زیانمنو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي، خو اوس یې پلان له ناڅرګند وضعیت سره مخامخ شوی دی.
هغه زیاتوي: «موږ په دې اړه سخت اندېښمن یوو او هیله لرو چې وکولی شو ډېر ژر خپل فعالیتونه بېرته پیل کړو. هیله لرو چې یوه حللاره ورته پیدا شي. موږ، کارکوونکي مو او هغه کسان چې خدمتونه ورته وړاندې کوو، له دې څخه چې راتلونکې به څنګه وي، سخته اندېښنه لرو.»
په همدې حال کې د پاملرنې موسسه یا (CARE) هم د هغو بنسټونو له ډلې یو دی چې د اسلامي امارت لهخوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته یې فعالیت ځنډولی دی.
دغه سازمان د هېواد په نهو ولایتونو کې نږدې ۹۰۰ کارکوونکي چې ۳۴۲ یې ښځې وې، لرل.
د پاملرنې موسسې مرستیالې ریشما عزمي سلاموطندار ته ویلي: «ښځینه کارکوونکې مو انعطافمنونکې او د بشردوستانه چارو په برخه کې مسلکي دي. هغوی اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره هڅې کولې، موږ یې په همدې دلیل نن تر څنګ کلک ولاړ یوو.»
بلهخوا د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا «IRC» هم په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ۳۰۰۰ ښځینه کارکوونکو په ګډون یې خپل ۸۰۰۰ کارکوونکي له دندو رخصت کړي دي.
همدارنګه، په امامسيآراي موسسه کې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې دې موسسې هم خپل فعالیتونه درولي دي.
د یادونې ده چې دغې موسسې د خپلو ۵۶۲ ښځينه کارکوونکو په ګډون څه باندې ۱۰۰۰ کارکوونکي چې د ماشومانو او ښځو د حقونو په برخه کې یې کار کاوه، رخصت کړي دي.
د دې موسسې یوې کارکوونکې تمکین دانش په دې اړه وايي: «دا یوازې د یوې موسسې شمېرې دي. که څو موسسې په پام کې ونیسو، ګڼشمېر ښځینه چې له تصور او باور نه پورته دي، وزګاره شوې دي.»
د کارپوهانو په باور، افغانستان کې د دغو سازمانونو د فعالیتونو ځنډ او د کارکوونکو په کور کېنول به هېواد کې د بېوزلۍ کچه لوړه کړي او اړمنو کورنیو ته به د مرستې رسولو برخه کې هم ستونزې جوړې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سیمهییزو او سټرااټېژیکو مطالعاتو څېړونکی مظاهر رییسزاده او د اقتصادي چارو کارپوه ظاهر بهزاد په دې اړه سلاموطندار ته وویل:
«دغه وضعیت د هېواد اقتصاد ته ستر زیان دی، د وزګارتیا کچې د ډېرېدو او د عایدو درېدو لامل کېږي. همدارنګه، په بازار کې د غوښتنې او وړاندې کولو د کمښت او له هېواده د خلکو د تېښتې لامل کېږي.»
«د دې ترڅنګ، هغو موسسو او مرستندویه بنسټونو چې تر اوسه خپل فعالیتونه نهدي ځنډولي، هرومرو به د ښځینهوو د کار په ځنډېدو سره د بشري مرستو رسولو برخه کې د دغو موسسو بهیر ټکنی شوی دی.»
د یادونې ده چې پر دغو بنسټونو سربېره، د ماشومانو د ملاتړ سازمان هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت څو ورځې وړاندې په یوه مکتوب کې له ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو څخه وغوښتل چې تر بل امر پورې دې د ښځینهوو کار وځنډوي. د اسلامي امارت دا پرېکړه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه را وپارول او له سختو نیوکو سره مخامخ شول.