Asset 1SWN

سلام وطندار

پر ښځینه‌وو د ا.ا د محدودیتونو دوام؛ په موسسو کې د ښځینه‌ کارکوونکو کار وځنډېده

WhatsApp-Image-2022-02-23-at-11.01.26-AM

د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته سپارښتنه کړې چې تر بل امر پورې دې د ښځینه‌وو کارکوونکو دندې وځنډوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصاد وزارت په دغه مکتوب کې چې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، لیکل شوي چې که کومې کورنۍ او بهرنۍ نادولتي موسسې په دې برخه کې ناغېړي وکړه، دغه وزارت به یې جوازونه لغوه کړي.

یاد مکتوب چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د مرغومي په درېیمه نېټه صادر شوی، لیکل شوي چې اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې داسې شکایتونه ترلاسه کړي چې د کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ښځینه کارکوونکې حجاب په پام کې نه نیسي او همدا لامل دی چې دغه وزارت یې د کار ځنډېدو پرېکړه کړې ده.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته تایید کړه چې د دغه وزارت له ادرسه نادولتي موسسو ته لېږل شوی مکتوب سم دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت څو ورځې وړاندې د هېواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه چې په ملي او نړیواله کچه یې توند غبرګونونه را وپارول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام