Asset 1SWN

سلام وطندار

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر وړاندې په هرات او تخار کې د ښځینه زده‌کړیالانو اعتراض

1671871482145-pzmx3m8vgk8y0tf5fuz3phumle2k2nrxusi6m2ew08

یوشمېر زده‌کړیالانو نن د اعتراض په توګه په هرات او تخار ولایتونو کې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې لاریون وکړ.

معترضانو خپل لاریون د تخار د مرکز تالقانو ښار د تېلو پلورنځای له څلورلارې نه پیل کړ او غوښتل یې چې تر استقلال څلورلارې پورې ولاړې شي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

په تخار کې یوې معترضې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلام‌وطندار ته وویل: «موږ له بېګاه یو ستر لاریون پلان کړی و، خو د اسلامي امارت ځواکونو نن د تالقانو ښار سړکونه او کوڅې نیولې وې او ډېری ملګرې مو ونه توانېدې چې راسره ګډون وکړي.»

هغه زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو یې د ښار په مرکزي څلورلارې کې مخه ونیوله.

په همدې حال کې یوې بلې معترضه چې دا هم نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو یې څلور ملګرې نیولې دي. ویل کېږي چې درې نیول شوې معترضانې له څو ساعتونو وروسته خوشې شوي، خو د دوو نورو په اړه معلومات نشته.

بله‌خوا یوشمېر زده‌کړیالانو په هرات کې هم د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.

یوې لاریونوالې سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو یې له هغه وروسته مخه ونیوله چې دوی غوښتل د هرات ولایت د مقام مخې ته ورشي او هلته د عدالت‌‌غوښتنې غږ اوچت کړي. هغه زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو د اوبوشیندونکو موټرو په وسیله د دوی د تیتولو هڅه وکړه.

د هرات د معترضانو په وینا، هرات ښار اوس نظامي بڼه غوره کړې او نظامیان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې درې څلور سره یوځای شي او په ښار کې وګرځېږي.

په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په پوهنتون کې سرچینې بیا وايي چې د دغه پوهنتون نارینه زده‌کړیالانو هم د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت د بندیز په غبرګون کې اعتراض وکړ.

په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، لیدل کېږي چې ګڼ‌شمېر زده‌کړیالانو د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې اعتراض کړی او ټولګیو ته نه‌دي تللي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ترڅنګ، د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي د نهم سمسټر زده‌کړیالانو هم د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په غبرګون کې اعتراض کړی او وايي، تر هغه چې اسلامي امارت خپله پرېکړه بېرته وا‌نه‌خلي، دوی به ټولګیو ته ولاړ نه شي.

پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د اسلامي امارت بندیز په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په دې ډله کې، د کابل پولیتخنیک پوهنتون زده‌کړیالانو د اعتراض په توګه خپلو ټولګیو ته له تګ څخه ډډه کړې ده. همدارنګه، تراوسه د بېلابېلو پوهنتونونو لسګونو استادانو د اعتراض په توګه استعفاوې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام