Asset 1SWN

اروپايي ټولنې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د ا.ا پرېکړه وغندله

جوزپ-بورل--pzhvlh66n3i2pgmi8fwvrd36l00q4lothsolm6nds8

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل نن پر ټویټر د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې ده.

نوموړي د اسلامي امارت د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دا په نړۍ کې یوه بې‌مخینې کار دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدل نه یوازې په سختو ټکو غندي، بلکې دا د افغانانو د حقونو او غوښتنو نقض بولي.

جوزپ بورل زیاته کړې چې اسلامي امارت په دغه کار سره افغان ټولنه د ښځو له همکارۍ محرومه کړې ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت بېګاه د یوه مکتوب له لارې له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او موسسو څخه وغوښتل چې تر بل امر پورې دې پوهنتونونو ته د نجونو ښوونځیو د مخنیوي په اړه د کابینې پرېکړه عملي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت دا پرېکړه په ملي او نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام