Asset 1SWN

پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډېدل؛ پاکستان: ا.ا دې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي

1000x563_cmsv2_1fc52beb-ab38-5a80-ac16-d1b008dfc550-7261160

 د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړیالانو د زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته د غبرګونونو په لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه ناهیلې ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتنه کړې چې پر خپلې کړې پرېکړې بیاکتنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د لیندۍ ۳۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو په اړه د دغه هېواد دریځ روښانه او ثابت دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: «موږ باوري یو چې هره ښځه او نارینه په اسلام کې له د زده‌کړو له مساوي حق څخه برخمن دي.»

دا په داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت په تازه‌ګۍ سره په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولي دي.

دغه وزارت پرون سه‌شنبه په دې مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د نجونو زده‌کړې وځنډوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو پرېکړه د اسلامي امارت د حکومت د کابینې په ناسته کې شوې ده. دغې پرېکړې تراوسه ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام