د اسلامي امارت له لوري په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړیالانو د زدهکړو بهیر ځنډېدو ته په غبرګون کې د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې زدهکړې د ټولو له بنسټییزو حقونو څخه دي او له دې حق څخه د نجونو محرومیت خواشینونکی دی.
عبدالله عبدالله لیکلي: «په داسې حال کې چې ټول هېوادوال د زدهکړو د دروازو پرانېستل غواړي، زه هم د یوه افغان په توګه هیله لرم او غوښتنه لرم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلو پر پرېکړې دې بیا کتنه وشي.»
دا په داسې مهال دی چې د لوړو زدهکړو وزارت په تازهګۍ سره په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زدهکړې ځنډولي دي.
دغه وزارت پرون سهشنبه په دې مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د نجونو زدهکړې وځنډوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زدهکړو پرېکړه د اسلامي امارت د حکومت د کابینې په ناسته کې شوې ده. دغې پرېکړې تراوسه ګڼشمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.