د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان تهران کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره کتلي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه خبرې کړي او په دغه هېواد کې یې له یوه پراخ‌بنسټه حکومت چې د ټولو قومونو استازي په کې ګډون ولري، پر ملاتړ یې تينګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل، په دغه هېواد کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو پورې تړلي دي.

نوموړي افغانستان کې د ایران سیاسي استازولیو پر وړاندې د افغانانو اعتراض ته په غبرګون کې ویلي چې د ایران سفارت کې د افغانستان د سیاسي ډلو او خلکو حضور او د ګلانو ډالۍ، د دې ښکارندوینه کوي چې د دواړو هېوادونو دښمنان نشي کولای په دسیسو او توطیو سره د دواړو ګاونډيانو اړیکې خرابې او سرحدي سیمو کې ستونزې راپیدا کړي.

یو‌شمېر افغانانو ایران کې د افغان کډوالو د زورونې په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډګانو ته په غبرګون کې کابل او هرات کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ مخته اعتراض وکړ چې هرات کې یې د ایران کونسلګرۍ دروازې ته اور ورته کړ او ودانۍ ته یې ډبرې ورګوزار کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده دغو اعتراضو ته په غبرګون کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د دغه هېواد سفارت او د کونسلګرۍ امنیت خوندي کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې کابل او هرات کې د دوی پر سفارت او کونسلګرۍ د برید له امله یې ایران کې د افغانستان سرپرست سفیر احضار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د یادو اعتراضونو په بله ورځ یو‌شمېر هېوادوالو کابل کې د ایران سفارت مخته د ګلو ګېډۍ کېښوده او افغانستان کې یې د دغه هېواد له همکاریو مننه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام