وروسته له هغې چې پاکستان، ترکمنستان، قطر او روسیې د اسلامي امارت یو‌شمېر ډيپلوماټان ومنل، اوس چین هم په یوه ورته اقدام کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، کوم هېوادونه چې سفارتونه يې کابل کې فعالیت لري، اړ دي چې د چارو مخته وړلو لپاره د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم په خپل هېواد کې ومني.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دوی په خبره، یادو هېوادونو تر اوسه د اسلامي امارت سفیران نه دي منلي او څو چې کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته اسلامي امارت غاړه کې‌نږدي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، هغه هېوادونه چې کابل کې سفارتونه لري، په بېلابېلو غونډو او ټرویکا ناسته کې د اسلامي امارت څخه وغوښتل چې ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي. ځیني کارپوهان وايي چې اسلامي امارت تر اوسه د نړیوالې ټولنې شرطونه نه دي عملي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه شجاع معاشر له شپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدل او په حکومتي چارو کې د ښځو نه ګډون له هغو مهمو شرطونو له ډلې څخه دي چې نه دي عملي شوي.

له بلې‌خوا د سیاسي چارو شنونکی شېردل پاڅون وايي، د نړیوالو شرطونو نه عملي کېدو ترڅنګ په کور دننه هم ستونزې شته چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې مخه يې نیولې ده.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت باید په کور دننه د سیاستوالو او مخالفانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې نږدې اته میاشتې کېږي چې اسلامي امارت پر افغانستان واک تر لاسه کړی، خو تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام