د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یوې رسنۍ سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، مسکو کې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري د ډيپلوماټانو د ورپېژندنې غوښتنه مني.

 کابلوف د روسیې دولتي ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په خبرو کې ټينګار کړی چې د اسلامي امارت غوښتنه په سفارت کې د دوو یا درېوو ډيپلوماټانو د منلو لپاره ده او د افغانستان د اوسني سفیر سیدطیب جواد له دندې ګوښه کول، نه دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم روسیې کې د افغانستان سفیر له دې کړنې سره مخالفت څرګند کړی، خو د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د هر هېواد په ډيپلوماټ چارو کې، پرېکړه د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت نیسي او په دې برخه کې سفیر پرېکړه نه‌شي کولای.‎

نوموړي همداراز زیاته کړې چې د اسلامي امارت د ډيپلوماټانو راتلل، د افغانستان د کورنیو چارواکو او سفارت‌خونو خپله پرېکړه ده او روسیه په دې بهیر کې ځان نه ښکېلوي.

کابلوف له دې وړاندې روسيي رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، که چېرته اسلامي امارت د ټول‌ګډونه حکومت او د بشر حقونو تامین لپاره اقدامات وکړي، روسیه به اسلامي امارت سره د رسمیت پېژندنې په برخه کې همکاري وکړي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د شپږو میاشتو په تېرېدو سره لا هم کوم هېواد د افغانستان اسلامي امارت په مشري حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه یوازې په پاکستان کې د افغان سفارت لپاره په رسمي توګه د اسلامي امارت استازی ګومارل شوی او نور هېوادونو لا هم له اسلامي امارت سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې نه دي پاللي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام