د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، که اسلامي امارت د بشري حقونو او ټول‌شموله حکومت رامنځته کولو کې اقدام وکړي، روسیه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې همکاري کولی شي.

هغه زیاتوي، چې د بشري حقونو رعایتول، د ټول‌شموله حکومت جوړول او ښځینه‌وو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکول د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي، چې باید ومنل شي.

کابلوف د مسکو «اربي کا» ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، سره له دې چې د اسلامي امارت حکومت کې د نورو قومونو یوشمېر استازي شته خو دا کسان هم د همدوی غړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابلوف ویلي روسیه له اسلامي امارت څخه غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې د دوی غوښتنې ومني او  د ښځو په برخه کې پر خپلو وضعه شویو بندیزونو بیا غور وکړي.

له دې مخکې نړیوالې ټولنې هم ویلي وو، که چېرې اسلامي امارت د مشروعیت غوښتلو په لټه کې وي، باید د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته دروناوی وکړي او ټول‌شموله حکومت رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ويلي، نه غواړي چې د روسيې غوښتنې پر اسلامي امارت ور وتپي، ځکه افغانستان خپل کلتوري او مذهبي ارزښتونه لري خو د اسلامي امارت مشران باید د نورو مسلمانو هېوادونو تګلارو ته کتنه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابلوف د افغانستان بشري ناورین ته په اشارې زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله ده او سره له دې چې ماتې یې خوړلې، خو بیا یې هم پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ځینو امریکایي ورځپاڼو ویلي وو، د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ لپاره د سپينې ماڼۍ نوماند جنرال اېرېک کورېلا په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له اسلامي امارت سره د همکاری احتمال په ډاګه کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام