Asset 1SWN

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی له ا.ا سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی

امینه-محمد-q0ufqf2h6zydch0l21vquydmzdk7oy3saxqke5cl8o

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی، څو د افغان ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد، د دغه سازمان د ښځو دفتر اجرایوي مدیره سیما بحوث او په سیاسي او د سولې ټینګښت برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرټر خالد خیاري د دغه پلاوي غړي دي چې د منځني ختیځ هېوادونو ته له سفر وروسته افغانستان ته راغلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یوناما په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «په دغو لیدنو کې هېوادونو او شریکانو د تلپاتې حل‌لارې موندلو  او د ژغورونکي ملاتړ د دوام اړتیا برخه کې د ملګرو ملتونو پر مهم رول ټینګار وکړ. هغوی د دغه وضعیت د بیړني حل لپاره د هڅو زیاتوالی وغوښت. د دغو لیدنو پر مهال د د زده‌کړو او کار برخو کې د نجونو او ښځو د حق په اړه روښانه اجماع ښکارېده.»

په همدې حال کې د پوهنتون استاد محمداکرم عارفي وايي چې د ملګرو ملتونو پلاوی ښځو ته د زده‌کړو او کار د حق ورکولو په موخه کابل ته راغلی او په وینا یې، دغه سفر د خبرواترو او تعامل لپاره شوی او ښايي محدودیتونه لرې شي.

د نړیوالو چارو شنونکی نظیراحمد رزاقي هم هیله‌مندي ښيي چې دغه سفر به پر ښځو د لګېدلیو محدودیتونو د لرې کولو برخه کې ګټور تمام شي.

سیاسي فعال زلمی افغان‌یار بیا باور لري چې نړیواله ټولنه هڅه کوي، څو افغانستان د تېر پر خپلو نړیوالو ژمنو ودرېږي. هغه زیاتوي، که د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه او تعامل وشي، د اسلامي امارت استازی ښايي د ملګرو ملتونو سازمان کې ومنل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بله‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم د ملګرو ملتونو د پلاوي د راتګ هرکلی کوي او وايي، دوی د نړیوالې ټولنې ټولې هغه غوښتنې مني چې له اسلامي اصولو سره برابرې وي. هغه د ستونزو د حل په موخه د خبرواترو او تعامل برخه کې د دغه پلاوي سفر مهم بولي.

دا داسې مهال ده چې یوشمېر نړیوالو موسسو په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو پر کار د اسلامي امارت له بندیز وروسته خپل فعالیتونه درولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام